IQNA

په استنبول كښې «د علامه اقبال له نظره اسلامی وحدت» مقاله وړاندې كیږی

9:49 - April 24, 2009
د خبر لمبر: 1768704
د علم او تفكر ډله: «د علامه اقبال له نظره اسلامی وحدت» مقاله چې د اقبال شناسۍ د مطالعاتو د مركز مشر او د تهران د علامه طباطبايی د پوهنتون د علمی ګوند غړی «احمد تميم‌داری» په لاس ليكلې شوې ده چې نن به د غويی د مياشتې په دويمه نیټه د « اقبال لاهوری» په نړيوالې ناستې كښې په استنبول كښې وړاندې كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، «احمد تميم‌داری» به د « اقبال لاهوری» د نړيوالې ناستې په دويمه ورځ خپله مقاله «د علامه اقبال له نظره اسلامی وحدت» وړاندې كوی.

همدارنګ په «مهدی محبتی» چې د زنجان د پوهنتون د علمی ګوند غړی دی به د دې ناستې په دويمه ورځ خپله مقاله "د علامه اقبال له نظره كامل انسان" وړاندې كوی.

د ختیځ د ادبيات د لوی شاعر "علامه محمد اقبال" په عنوان سره دا ناسته په استنبول كښې د استنبول د پوهنتون د ادبياتو د څانګې په مرسته د غويی د مياشتې په لومړی او دويمې نیټې ترسره كیږی.

حضرت محمد(ص)،اتحاد اسلامی، انسان ايده آل، شيطان، موقعيت و استراتژی دولت‌ها، په ټولنه كښې د ښځو مقام، اجتهاد او اجتماع د اقبال له نظره، وطن پرستی د اقبال په شعرونو كښې، اقبال او ايشيا، اقبال از ډاكټر شريعتی له نظره، اقبال او ملاصدرا، د اقبال په اثارو كښې د حديث كلتور او د علامه اقبال ادبی شخصيت دا هغه ځينې موضوعات دی چې په دې پروګرام كښې به ورباندې خبرې كیږی.
392886
captcha