IQNA

«د روح په سلامتيا كې د دعا اثر» جاجولې شی

9:42 - April 24, 2009
د خبر لمبر: 1768924
ټولنيزه ډله: د« د نفسياتو په سلامتيا كې د دعا رول» خصوصی اجلاس نن د روانی مياشتې په دريمه نیټه د پنج شنبه په ورځ د كلتوری كور په نصر هال د تهران په شمال كې تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په روح او نفسياتو د دعا اثراتو په هكله خصوصی ناستې د كلتور كور نصر په همت چې د تهران د شمال ميونسپل كمیټۍ د كلتوری او هنری څانګې سره تړلې دی تر سره شو او مقصد یې د خلكو د دعا د معنوی او مادې اغيزو سره اشنایې بيان شوې ده.
د انسان د روحې او معنوی اړتياوو تامينولو كې د دعا اثر، د روح، كړچار او نفسياتو باندې اثرد قران له نظره سلامتيا پيژندنه ځينې هغه موضوعات وو چې په دې اجلاس كې د ښاغلی «صادق‌پور» په ګډون سره وجاجولې شی.
د «د روح په سلامتيا كې د دعا اثر» خصوصی اجلاس د روان لمريز كال 1388 په دويمه مياشتې د پنج شنبه په ورځ سهار لس بجې په تهران شمال كې كلتوری مركز نصر كې تر سره كیږې.
د يادونې ده چې د دې موضوع دويمه ناسته هم د روانې مياشتې په 20 نیټه هم دلته تر سره كیږی.
392780

captcha