IQNA

بان كې مون: اسلام سره دښمنې هم يو ډول توكم پرستۍ ده

9:37 - April 24, 2009
د خبر لمبر: 1768929
نړيواله ډله: د ملګرو ملتونو ستر سكتر ښاغلی "بان كی مون" د سويس په جينيوا كې د ډربن دوه په نامه د توكم پرستۍ سره د مبارزې د نړيوال سيمينار چې د ملګرو ملتونو په مرستې تر سره شوې و، په خپلې وينا كې وويل اسلام سره دښمنې هم، يو ډول توكم پرستۍ ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له فرانس خبی اژانس (AFP) یې نقلوی چې د ملګرو ملتونو ستر سكتر ښاغلی "بان كی مون" ويلې دی چې مونږ ته د توكم پالنې د ختمولو په لاره كې ډير خنډونه او ستونزې رامخته دی.
د ملګرو ملتونو ستر سكتر ښاغلی "بان كی مون" زياته كړه مونږ بايد د توكم پرستۍ سره مقابله وكړو او دا كانفرنس د دې خبری ثبوت دی چې نړيوال ولس د توكم پرستۍ ختمولو ته چمتووالی لری.
د ملګرو ملتونو ستر سكتر ښاغلی "بان كی مون" څرګنده كړه چې مونږ د اقليتونو مسايلو څخه خبر يوو خو د توكم پرستۍ د ختمولو لپاره په غټې سطحې د سياسی همكارۍ ضرورت دی.
391696
captcha