IQNA

احمدی نژاد:له توكم پالنې سره مبارزه يوه سپیڅيلی انسانی مبارزه ده

9:34 - April 24, 2009
د خبر لمبر: 1768930
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد په تهران كې د اسلامی هيوادونو د قاضيانو په غونډه كې د د سويس په جينيوا كې د ډربن دوه په نامه د توكم پرستۍ سره د مبارزې د نړيوال سيمينار په هكله وويل: په دې اجلاس كې لومړی ځل لپاره د نړۍ د ازادو ملتونو اراده، د اسرائيل صهيونسټ په پليتو ارادو واكمنه شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د سياسی خبريال د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد په تهران كې د اسلامی هيوادونو د قاضيانو په غونډه كې د خپلې وينا په سر كې له ادم څخه رانيولې تر نوح ،ابراهيم موسی او عيسی او پر وروستی پيغمبر حضرت محمد (صلی الله عليه وإله وسلم) پورې په الهی پيغمبرانو په درود او سلام لیږلو سره چې ټول د يوه واحد خدای د پرستش كولو، ورورولۍ، مينې، د انسانی كرامت او عدالت جارچيان وو،د ډربن كنفرانس مشر ، د ملګرو ملتو سرمنشی او د بشری حقوقوكميشنر او په غونډې كې موجودو خلكو ته په خطاب كې وويل مونږ دلته غونډ شوی چې د اسرائيل د ظالمو واكمنانو په مظلومو فلسطينيانو د ظلمونو او جناياتو وڅیړو او دغه واكمنان نړيوالې محكمې ته راووبلو
هغه د توكم پرستۍ سره د مبارزې په هكله وويل له توكم پالنې سره مبارزه يوه سپیڅيلی انسانی مبارزه ده او دې سپیڅلی انسانی مبارزې كې عملی لارې چارې ولټوو

د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد په دې غونډې كې د دې خبرې په يادولو سره چې امريكا ۲۹ كاله وړاندې په يو اړخيزه توګه له ايران سره خپل ارتباط غوڅ كړ، څرګنده كړه اوس د ايران ملت له ۲۹ كاله وړاندې لاتاند، پرمختللی او هيله من دی.
هغه په اجلاس كې د امنيت شورا د جوړښت په اساس یې ډيره ناكاره وبلله او د ویټو حق یې روښانه توپير وباله اووې ويل، امنيت شورا پر لبنان او غزې د اسراييلو د حملې مخنيوی ونشو كړای او د افغانستان او عراق ستونزه یې هم اواره نشو كړای او په افريقا كې یې هم نښتې ختمې نكړې.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر د منځنی ختیځ ستونزو عامل، د پرديو لاسوهنه او د سيمې پر ملتونو د يوه رژيم د تپلو لپاره د لويدیځ هڅې وبللې او جوته یې كړه كه ناټو ځواكونه له سيمې ووځی، د سيمې ملتونه خپل هيوادونه كنټرولولی شی.
ډاكټر محمود احمدی نژاد زياته كړه د فلسطين د۶۰ كلنې ستونزې لپاره هم انسانی او د يموكراتيكه حل لاره، د مسلمانانو عيسايانو، او يهودانو په شتون سره د ټول پوښتنې ترسره كول دی.
هغه څو ورځې مخكښې د توك پالنې سره د مبارزې په دوربان ۲ غونډې كې د اسلامی كنفرانس له مشر سره په كتنې كې، د اسلامی نړۍ د ستونزو حل، د توك پالنې په نفی كولو پورې اړونده وباله.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل په اسلامی نړۍ كې ستونزې چې رامنځته شوی ،تپلی دی او د امريكا او صهيونست رژيم تر دباونو لاندې رامنځته شوی دی.
داسلامی كنفرانس مشر احسان اوغلو هم وويل، مونږ مطميين يو كه ټول اسلامی هيوادونه له اسلامی كنفرانس سره يوځای شی زيات اقدامات كولی شو او مونږ د نړۍ د مسلمانانو د ټولو هيلو د تحقق قدرت او توان لرو .
هغه همدا راز د ايران له سوله ايزو ا ټومی پروګرامونو د اسلامی كنفرانس پر ملاتړ ټينګار وكړ.
ښاغلی احمدی نژاد همدا راز د اټومی بې وسلې كولو پر ضرورت په ټينګار سره وويل، ايران چمتو دی چې په نړيوالې بې وسلې كيدا كې فعال رول ولوبوی.
هغه په سويس كې د ميشتو ا يرانيان په ټول هم وويل، اوس اټومی وسلې د هغو د صاحبانو د ځان بلا شوی ځكه چې له يوې خوا غواړی چې ملتونو ته زور ووايی او له بلې خوا ګوری چې د ملتونو پوه دې حد ته رسيدلې چې د زور ويونكو غوښتنو ته نه تسلمیږی .
392773
captcha