IQNA

علامہ فضل اللہ: په جنيوا كې د ايران دریځ په حقيقت كې د امام خمينې(رح) په اصولو باندې عمل كول دی

8:47 - April 26, 2009
د خبر لمبر: 1769690
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان د شيعو ستر دينې عالم علامہ سيد "محمد حسين فضل اللہ" پرون په بيروت كې د جمعې په لمانځه كې وويل د جنيوا په كانفرنس كې د ايران د ولسمشر روښانه او ښكاره دریځ په حقيقت كې د امام خمينې رحمه الله عليه په ښودلی شوی اصولو باندې عمل كول دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، علامہ سيد " محمد حسين فضل اللہ " په بيروت كې په "امامين حسنين" جومات كې د جمعې لمونځ په خطبو كې وويل: چې په جينوا كې د توكم پرستۍ په ضد كانفرنس كې د ايران د ولسمشر ښاغلی محمود احمدی نژاد وينا په حقيقت كې د امام خمينې رحمه الله عليه د فلسطين د مسلې په هكله دریځ ترجمانی وه
د بيروت د جمعې لمونځ خطيب علامہ سيد " محمد حسين فضل اللہ " د ايران د اسرائيلو خلاف دریځ ته د عربو هيوادونو لخوا د ملاتړ نه وركولو باندې د عربو هيوادونو په سختۍ سره مذمت وكړ چې د اسرايلو د توكم پالنو اقداماتو نه يوازې ايران بلكې ټوله نړۍ یې بايد وغندوی.
علامہ سيد " محمد حسين فضل اللہ " په پای كې ټينګار وكړچې عربی او اسلامی هيوادونه دې نبايد د فلسطين مسله شا ته واچوی بلكه د فلسطين مسلې په ټينګه حمايت وكړی.
393832
captcha