د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «SPA»خبری اژانس یې نقلوی، د عربستان د تاريخی اثارو او سيلانو كميشن مشر«سلمان بن عبدالعزيز» چې د سمينار د ترسره كوونكی كمیټۍ مشر هم دی وويل: دا سمينار د دې لپاره ترسره كیږی چې د اسلامی تاريخ د ارزښتمنو اثارو حفاظت وكړی.
هغه زياته كړه: د دې سمينار په څنګ كښې به د اسلامی معمارۍ د اثارو نندارتون هم وی چې پكښې به بيلا بيل اسلامی هيوادونه او غونډې ګډون كوی.
د عربستان له خوا دا سمينار په داسې حال كښې ترسره كیږی چې د وهابيانو حكومت ته له رسيدو وروسته یې تر اوسه پورې په دې هيواد كښې د اسلامی تاريخ ډېر ارزښتمن اثار روان كړی دی.
393971