د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د خراسان د څانګې په ګزارش مشهد د جمعې موقت امام حجتالاسلام و المسلمين «محمدباقر فرزانه»، د جمعې د لمانځه په خطبو كښې وويل: اخر په دنيا كښې يوه داسې زلزله راغله چې د دې قدرت ستنې یې وخوځولی او د هغې څیښتنان یې وويرول او هغه زلزله د ايران د انقلاب كاميابی وه. كه څه لويدیځ د ايران د انقلاب د ناكامولو لپاره ډېره هڅه وكړه چې يوه هڅه هغه اته كلنۍ جنګ و چې د صدام په لاس یې وكړ.
حجتالاسلام والمسلمين فرزانه وړاندې وويل: د هغوی طاقت نه يوازې د ايران په وړاندې بلكه د لبنان، فلسطين، عراق او افغانستان هم څه نتيجې ته ونه رسيد.
393907