د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د خراسان د صوبې په ګزارش، د كاشمر د جمعې امام حجتالاسلام «سيد قاسم يعقوبی»، د جمعې په خطبې كښې وويل: كه څه هم دښمنانو ډېره هڅه وكړه چې ولس مشر خبرو ته پرې نه ږدی خو د هغه میړنتوب او انقلاب روح د دې سبب شو چې د ايران، فلسطين، لبنان او په لنډه به دا ووايو چې د اسلامی نړۍ غږ د جنيوا په ناستې كښې د نړيوالو غوږونو ته ورسيد.
هغه وړاندې وويل: مونږ ګورو چې د ولس مشرۍ د ټولټاكنې وخت نزدی شو نو بايد په تبليغاتو كښې له انصافه كار واخلو او په سياست كه د تقوا خيال وساتو او د نورو له سپكولو او زياتی كولو ډډه وكړو.
393909