IQNA

په كراچۍ كې به قرانی نندارتون تر سره كیږی

8:32 - April 27, 2009
د خبر لمبر: 1770269
د افتخاری خبريالو ډله/سيد كوثر عباس موسوی: په كراچۍ كې د قران فاونډيشن مشر خبر راكړ چې په دې ښار به د قران پاك په هكله نندارتون تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په پاكستان كې افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس، په كراچۍ كې د قران كريم فاونډيشن مشر ښاغلی خاور ويلی دی په روان ميلادی كال كې به د جون د مياشتې له 19 نیټه تر 21 نیټی پورې په خيرالعمل امام بارګاه كې د قران نندارتون تر سره كیږی.
په دې نندارتون كې به د قران پاك د لاس نسخو نه علاوه په مختلفو ډولو چاپ شوی قران پاك، په مختلفو ژبو كې د قران پاك ژباړه او تفسيرونه او قران پاك سره تړلی كتابونه وړاندې كولې شی
د دې نندارتون د تر سره كولو لره د كراچۍ نورې قرانی سنټرې او كلتوری ادارې هم قران فاونډيشن سره همكاری كوی.
394106
captcha