IQNA

د ايسسكو ادارې په عراق كې د ترهه ګرۍ بريدونه محكوم كړ

8:35 - April 27, 2009
د خبر لمبر: 1770273
نړيواله ډله: د ايسسكو ادارې په عراق كې د امام موسی كاظم عليه السلام بارګاه په څنګ كې د ترهه ګرۍ بريدونه محكوم كړ
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له كويت خبری اژانسه " KUNA" یې نقلوی چې د دې ادارې په يوې بيانیې كې د په عراق كې د امام موسی كاظم عليه السلام بارګاه په څنګ كې د ترهه ګرۍ بريدونه محكوم كولو سره چې پكښې د لسګونو ايرانيو او عراقيانو زيارتوالو د شهيديدا او ټپی كيدا سبب شوې وويل چې دا بريدونه په حقيقت كې د اسلام پر ضد بريدونه دی ځكه چې يو مسلمان د بل مسلمان ورور دی كه هغه شيعه دی او كه سنې دی په يو بل داسې بريدونه نشې كولای.
د ايسسكو ادارې په بيانيی كې راغلی دی چې داسې بريدكوونكې د اسلام او مسلمانانو دښمنان دی چې غواړې د عراق چې يو اسلامی هيواد دی، امن و امان یې تباه كړی.
ايسسكو له اسلامی نړۍ خواست كړې دی چې هغوی د ترهګرۍ په خلاف د عراق حكومت حمايت وكړی او په عراق د امن و امان راوستلو لپاره د داسې اقدامات وغندوی او په مسلمانانو كې د يووالی او وحدت روستلو كې اهم رول ولوبوی.
يادونه كوو چې په بغداد ښار په كاظمين سيمې كې ترهه ګرۍ چاودنې كې 60 تنه شهيدان او 125 ژوبل شوې دی چې پكښې 5تنه ايرانيان شهيدان او 28 نور ژوبل شوی دی.
394013

captcha