IQNA

د نړيوال المصطفی پوهنتون استاذانو، ايت الله قبلان سره وليدل

8:32 - April 27, 2009
د خبر لمبر: 1770275
سياسی او ټولنيزه ډله: د نړيوال المصطفی پوهنتون استاذانو يو پلاوې د لبنان د شيعه و كونسل د مشر مرستيال ښاغلی مولانا آيت اللہ عبدالاميرقبلان سره وليدل.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د نړيوال المصطفی پوهنتون استاذانو د د نړيوال المصطفی پوهنتون د تعليم څانګې مشر ښاغلی " عبدالمہدی" په مشرۍ مولانا آيت اللہ عبدالاميرقبلان سره كتنه وكړه او په مختلفو دينې او مذهبونو چارو یې خبرې اترې وكړې.
د نړيوال المصطفی پوهنتون استاذانو پلاوی د لبنان د شيعه و كونسل د مشر مرستيال ښاغلی مولانا آيت اللہ عبدالاميرقبلان یې د دې پوهنتون د تعليم نظام څخه خبر كړ. او د هغه د مذهبې خدمتونو درناوې یې وكړ.
آيت اللہ قبلان هم دې پلاوې ته هركلې ويلو سره وويل چې لبنان د ستاسو دويم ټاټوبۍ دی
هغه نوره هم زياته كړه: چې لبنان د ايران سره پخوانی او تاريخې اړيكې لری او دا اړيكې علمی، كلتوری او دنیې زمينو ټينګې دی
آيت اللہ قبلان وويل ايران د دينې تعليماتو د خپرونې يو غټ او مهم مركز دی او له ايرانه ډير لوې لوې عالمانو تعليم حاصل كړې دی.
394251

captcha