IQNA

د اسلامی كانفرنس غونډې په كاظمين كښې د ترهه ګرې بريدونه وغندل

8:35 - April 27, 2009
د خبر لمبر: 1770324
نړيواله ډله: د اسلامی كانفرس غونډې (OIC) پرون د شنبې په ورځ د غويی د مياشتې په 5 نیټه په يوې بيانې سره د امام موسی كاظم(ع) مزار سره نزدې د ترهه ګرۍ بريدونه چې پكښې ډېر كسان شهيدان شول وغندل.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د كويت له «KUNA» یې نقلوی، د اسلامی كانفرس غونډې (OIC) مشر اكمل الدين احسان اوغلو، په دې بيانیې كښې وويل: مونږ دا بريدونه غندو او په دې كښې د بې ګناه شهيدانو كورنيو سره د همدردۍ څرګندونه كوو او د دې پیښې د ژوبل شوی كسانو لپاره د سلامتۍ دعا كوو.

احسان اوغلو همدارنګ د ايران خلكو ته هم د تسليت پيغام وويل او د عراق له حكومته یې وغوښتل چې په دې هيواد كښې دې د امنيت د راوستلو لپاره نور زيات كوشش وكړی.

394552
captcha