IQNA

د نړيوالو قانونونو نه اجرا كيدل د دې سبب كیږی چې د دې د ګټې په هكله پوښتنه وشی

8:36 - April 27, 2009
د خبر لمبر: 1770326
نړيواله ډله: د نړيوالو قانونونو نه جاری كيدل او ځينې ځايونو كښې يا په بيلا بيلو هيوادونو كښې د خپل غرض لپاره اجرا كيدل، د دې منشور او قانون د بې ضمانتۍ او بې كارۍ سبب ګرځيدلی دی.
د انسانی حقوقونو او د صلحې د مؤسسې مشر او د داكار د پوهنتون د حقونو استاذ «اَمستو سوسيديبی» چې د اسلامی هيوادونو د قاضيانو په ناسته كښې د سنګال استازې وو په تهران كښې د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: له بده مرغه مونږ ګورو چې د نړيوالو قانونونو څه قدر نشته او د دنيا په بيلا بيلو هيوادونو كښې دا قانون د خپلو شخصی غرضونو لپاره پكاریږی، همدارنګ د ځينې كسانو په هكله دا قانونونه نه جاری كیږی چې دا انسان دې فكر ته اچوی چې ايا د دې قانونونو كار او غرض څه دی او ايا د دې د بيا رغونې څه ضرورت شته كه نه؟

د نړيوال عدالت قانون بايد د ټولو ډلو او ملتونو لپاره يوشان جاری شی او يوازې د يوې ډلې په خدمت كښې نه وی.
394131
captcha