د زاهدان د جمعې امام آيت الله «عباسعلی سليمانی» وويل: د جمهوری اسلامی ايران ولس مشر د فلسطين او نړيوالو مظلمومانو دفاع د يو نړيوال كلتور په توګه وباله.
هغه زياته كړه: احمد نژاد میړنتوب د ايرانی كلتور لپاره د يوې بيلګې په توګه د جنيوا په نړيوالی ناستی كښې د دنيا خلكو ته وښود.
د زاهدان د جمعې امام وويل: د نړۍ د ازادو ملتونو د احمدی نژاد خبرو ته هركلی په دنيا كښې د ايران بريالی توب څرګند كړ.
په سيستان او بوچستان كښې د ايران د ستر لارښود نماينده او د زاهدان د جمعې امام زياته كړه: كه څه هم خلك له دې خبرو بيلا يبل مطلبونه اخلی خو بايد د دې اصلی هدف چې د صهيونيسټو رسوايی وه هغې ته وګورو او د دې خبرو قدر وكړو.
393816