IQNA

په عراق كښې د شيعو د قتلولو غرض د شيعه مكتب كمزورول دی

8:31 - April 27, 2009
د خبر لمبر: 1770330
سياسی او ټولنيزه ډله: د اردبيل د جمعې امام وويل: په عراق كښې د شيعو د قتلولو غرض د شيعه مكتب كمزورول دی
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د اردبيل د څانګې په ګزارش، په اردبيل كښې د ولی فقيه نماينده او د جمعې امام حجت‌الاسلام والمسلمين «سيدحسن عاملی»، د يكشنبې په ورځ د غويی د مياشتې په شپږمه نیټه د اردبيل خلكو ته په خپله وينا كښې وويل: د نړۍ په هر ګوټ كښې مونږ نن ګورو چې په مسلمانانو باندې زياتی شورو دی چې د دې كار غرض يوازې همدا دی چې شيعه مذهب خراب او كمزورې كړی.

هغه په عراق كښې د 50 حسينی زوارانو شهادت ته په اشارې سره د غير انسان عمل وغنده او ویې ويل: د دې غير انسانی كار شاته د سعودی عرب د حكومت لاس پټ دی.
394571
captcha