IQNA

د ترهه ګرو اصلی مقصد په عراق كې مذهبی اختلاف اچول دی

8:45 - April 28, 2009
د خبر لمبر: 1770883
نړيواله ډله: د عراق د ولسمشر مرستيال او د عراق د اسلامی ګوند مشر ښاغلی «طارق هاشمی» په عراق كې د ورستيو ترهه ګرو بريدونو عواملو مقصد په عراق كې د مسلمانانو تر مينځ فرقه ای اختلاف جوړول ووبلل.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له tevhidhaber یې نقلوی طارق هاشمی د عراق په كاظمين او دياله ښار كې د ترهه ګرو بريدونو ته په اشارې سره وويل ترهه ګر دې بريدونو او د بی ګناه خلقو وژلو سره غواړی په عراق كې فرقه ای جنګ جوړ كړی.
د عراق د اسلامی ګوند مشر ښاغلی «طارق هاشمی» زياته كړه بايد ترهه ګرو ته ووايو چې د مذهبی اختلاف اچولو د ترهه ګرۍ عواملو مقصدونه به پوره نشی او د عراق مسلمانان كه هغه شيعه دی او كه سنيان خپل اتحإد او يووالی به وساتی او د ترهه ګرو دسيسې به ناكامې كړی.
هغه وويل چې د كورنيو چارو وزارت د خلقو د امنيت ذمه وار دی او بايد د د كورنيو چارو وزير د دې چاودنو له نور زياته معلوماتو لپاره مجلس ته راشی.
د عراق د اسلامی ګوند مشر ښاغلی «طارق هاشمی» د ايرانيانو د شهادت په هكله وويل چې دا يو غير انسانی او د اسلامی تعليماتو په خلاف كار دی او ترهه ګرو خپل غير انسانی شكل و صورت وښودل.
395396
captcha