IQNA

د غزې د ښار خلكو سره د همدردۍ لپاره غزې ته د يورپ د معلولانو سفر

8:48 - April 28, 2009
د خبر لمبر: 1770903
نړيواله ډله: د يورپ ځينې معلولانو دا اعلان وكړ چې د غزې خلكو سره د همدردۍ لپاره په بيله توګه د اسرائيلو په 22 ورځنی جنګ كښې پرژلی شوی او معلولو كسانو سره د ميی د مياشتې په لومړيو كښې دا اراده لرو چې دې ښار ته سفر وكړو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) چې له palestine-info یې نقلوی، د دې كاروان مشر «رامی عبدو» وويل: د يورپ د معلولانو دا كاروان د غزې خلكو سره د همدردۍ لپاره په بيله توګه د اسرائيلو په 22 ورځنی جنګ كښې پرژلی شوی او معلولو كسانو سره د همدردۍ او هغوی ته د امداد او مرسته رسونې لپاره فلسطين ته سفر كوی.

هغه زياته كړه: په دې سفر كښې به هغوی سره ډېر ډاكټران هم ورسره وی او ورسره به د هغه ځای د ناروغانو لپاره څو ټركه دوايانو او خواركی كالی هم وی چې څو ورځې ورسته به د مصر ښار اسكندريه كښې تيریږی.
395513
captcha