د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی حسن قشقاوی نن له كورنيو او بهرنيو خبريالانو سره په خپله اونيزه مركه كې د عراق په دياله ولايت كې د يو شمير ايرانيو زيارتوالو شهادت ته په اشارې سره وويل ددغه ترهه ګر جنايت عوامل دی وپيژندل او د هغوئ د محكمې لپاره سريزې برابری شی.
قشقاوی وويل دغه ډول ترهه ګر بريدونه د ايران او عراق د مسلمانو او ګاونډيو هيوادونو د مخ په وده اړيكو د داغی كولو لپاره دی.
د ايران د خارجه وزارت ويندويی په دی اړه د يوې پوښتنې په هكله چې ويل كیږی د توكمپالنې په ځای له توكمپالنې سره د مبارزې د خبرو اترو د بنسټی كولو لپاره هڅی روانی دی وويل له توكمپالنې او توپير سره مبارزه د اسلامی ايران د بهرنې سياست يو لومړيتوب دی او د ډاربن په يو او دوه غونډه كې د ايران فعالانه شتون د همدی سياست په چوكاټ كې دی .
د ايران د خارجه وزارت ويندويی زياته كړه له صهيونيزم سره مقابله د نړيوالو قوانينو خلاف نه ده .
هغه د ملګرو ملتو د عمومی ټولنې ۳۳۷۴ نمبر پريكړه ليك ته اشاره وكړه او ویې ويل د نړۍ زياترو هيوادونو ددغه پريكړه ليك په صادرولو سره په دغه ټكې ټينګار وكړ چې صهيونيزم له توكمپالنې سره برابر دی .
قشقاوی وويل له توكمپالنې سره د مبارزې او بشری حقوقو په اړه د اسلامی ايران دریځونه چې په جينيوا كې بيان شول ، لومړی ځل نه دی چې بيانیږی او په نړۍ كې بايد له توكمپالنې سره د مبارزې بهير كلك شی .
د ايران دخارجه وزارت ويندويی زېاته كړه نړيواله ټولنه له توكمپالنې سره ښه بلده ده خو صهيونستی لابيو له نويمې لسيزې وروسته هڅه وكړه په دی بهير كې بدلون راولی .
قشقاوی د ډاربن دوه په غونډه كې د لويدیځوالو اقدام د مخالف نظر په اوريدلو كې بې وسی وبلله او ویې ويل لويدیځ ولی دومره بې صبره دی او د بيان آزادۍ ته درناوی نه كوی .
د ايران د خارجه وزارت ويندويی د اسلامی ايران د ولسمشر د وينا په وخت په جينيوا كې شويو پیښو په اړه وويل تهران خپل دریځونه اعلان كړی دی او بايد ديپلوماتيك پروټوكولونه او مقررات رعايت شی .
قشقاوی د كسپين سمندرګی د حقوقی رژيم د ټاملو په اړه د خبرو اترو په باب وويل خبرې اترې روانی دی او په دې اړه مسئلې د كسپين سمندرګی په چارو كې د حكومت د ځانګړې استازې لخوا تعقيبیږی .
هغه وويل په هغه محدوده كې به هیڅ بهرنې شركت ته د كار اجازه ورنكړی چی د ايران د واكمنۍ حق دی او ايران په دغه ساحه كې واكمنی لری.
395393