IQNA

په امريكې كښې د «سيرت نبوی» سمينار ترسره شو

9:04 - April 29, 2009
د خبر لمبر: 1771413
نړيواله ډله: د «سيرت نبوی» سمينار د نيو يارك د دينی خدمتونو د غونډې په مرسته د غويی د مياشتې په اوومه نیټه د امريكې په برجن ښار كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له yeniasya یې نقلوی، په دې سمينار كښې د تركیې د دينی چارو وزير «محمد امين اوئز افشار» او د تركیې هغه مسلمانانو چې په نيويارك ښې هستوګن دی ګډون وكړ، دا سمينار د «برجن»(Bergen) د ښار د سمينارونو په هال كښې ترسره شو.

اوئز افشار په خپلو خبرو كښې، په كورنۍ كښې د پيغمبر(ص) د اخلاقو په هكله خبرې وكړی او ویې ويل: پيغمبر(ص) يوې داسې ټولنې ته چې په زوال او انحطاط روانه وه نجات وركړ او د فاسد او جاهلانه تفكراتو په ځای یې د انسانيت ارزښت خلكو ته وښودل.

د دې پروګرام په اخر كښې د حاضران تر مينځ د قران او حديث يوه مقابله ترسره شوه او په مقابلې كښې بريالی شويو كسانو ته ډالۍ وركړی شوی.
396190
captcha