د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له yeniasya یې نقلوی، په دې سمينار كښې د تركیې د دينی چارو وزير «محمد امين اوئز افشار» او د تركیې هغه مسلمانانو چې په نيويارك ښې هستوګن دی ګډون وكړ، دا سمينار د «برجن»(Bergen) د ښار د سمينارونو په هال كښې ترسره شو.
اوئز افشار په خپلو خبرو كښې، په كورنۍ كښې د پيغمبر(ص) د اخلاقو په هكله خبرې وكړی او ویې ويل: پيغمبر(ص) يوې داسې ټولنې ته چې په زوال او انحطاط روانه وه نجات وركړ او د فاسد او جاهلانه تفكراتو په ځای یې د انسانيت ارزښت خلكو ته وښودل.
د دې پروګرام په اخر كښې د حاضران تر مينځ د قران او حديث يوه مقابله ترسره شوه او په مقابلې كښې بريالی شويو كسانو ته ډالۍ وركړی شوی.
396190