د جامعه المصطفی(ص) د مشهد څانګې د څیړنو چارو مشر ښاغلی حجت الاسلام " حسن اخلاقی اميری" د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په مركې كې وويل چې د جامعه المصطفی(ص) د مشهد څانګې مشر ښاغلی حجت الاسلام " عرب خراسان" سره له خبرو وروسته دا فيصله وشوه چې دا خپرندويه په مشهد كې د محققينو د اثارو د چاپولو او خپرولو كار په غاړه واخلی
حجت الاسلام " حسن اخلاقی اميری" زياته كړه چې په مشهد كې د كتابونو چاپولو ځای هم پرانستې شوې دی چې پكښې د جامعه المصطفی(ص) د خپرندوې ټول كتابونه شته او د طالبانو د ضرورت ځينې نور كتابونه هم دلته په لاس راتلې شی.
396102