IQNA

په لندن كښې "د پيغمبر(ص) د درناوی ناسته" ترسره شوه

9:57 - May 01, 2009
د خبر لمبر: 1772135
نړيواله ډله: "د پيغمبر(ص) د درناوی ناسته" د اناتولی د مسلمانانو ځوانانو د انجمن په مرسته د سه شنبې په ورځ د غويی د مياشتې په 8 نیټه د انګلينډ په پلازمينه لندن كښې په «Friends House» كلتوری مركز كښې ترسره شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له زمان ورځپاڼې یې نقلوی، په دې پروګرام كښې ځينې عالمانو، ليكوالانو او هغه تركی مسلمانانو چې په لندن كښې اباد دی ګډون وكړ، خاضرو كسانو په لومړيو كښې په جمعې سره د قران تلاوت وكړ.

بيا پكښې د «سرور دو عالم» ليكوال «رشيد هايالماز» د پيغمبر(ص) د ژوند په هكله او د هغه د نيكو اخلاقو په هكله یې خبرې وكړی.

هغه زياته كړه: پيغمبر(ص) چې به كله يو قوم سره په جنګ و نو هم به یې د هغوی لپاره دعا كوله چې خدای دې ورته د دين هدايت وكړ.

په دې پروګرام كښې د پيغمبر(ص) په هكله بيلا بيلې ويناوې، شعرونه او ذكرونه وويل شو.
396750
captcha