IQNA

مصر، د شيعه ؤ د جوماتونو پرانستلو سره موافقت وكړ

8:59 - May 03, 2009
د خبر لمبر: 1772936
نړيواله ډله: د مصر د اوقافو وزير " محمد حمدی زقزوق" په مصر كې د شيعه و جوماتونو د جوړولو د موافقت سره وويل زه پخپله په مصر كې په شيعه ؤ جومات كې لمونځ كولو لره تيار يم
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له " التوافق" ويب پاڼې یې نقلوی چې د مصر د اوقافو وزير ښاغلی " محمد حمدی زقزوق" په شارجې كې په اسلامی فقې موضوع تر سره شوې سيمينار ته په وينا كې د شيعه و او سنيانو تر مينځ په مذهبې نږديوالی ټينګار كولو سره وويل دې مقصد لپاره د هر دواړو فرقو د عالمانو د ګډه ناستو تر سره كولو ضرورت دی
هغه زياته كړه چې په ننۍ دوران كې بايد د شيعه او سنې اختلافات ختم شی. هغه وويل دا اختلافات سياسی دی كوم چې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم له وفاته وروسته شورو شوې ؤ. او د دې اختلافاتو دين سره څه تعلق نشته
هغه وويل چې په مصر كې د شيعه ؤ او سنيانو بيل بيل جوماتونه دی چې هغوې ته اجازه ده چې پكښې لمونځونه وكړې او زمونږ دا هم اراده دی چې په مصر كې داسې جومات جوړ كړو چې پكښې شيعه او سنيان دواړه په ازادۍ سره لمونځ كولې شی او يوې فرقی سره هم خاص نه وی.
د مصر د اوقافو وزير " محمد حمدی زقزوق" وويل چې د شيعه ؤ او سنيانو تر مينځ څه فرق او توپير نيشته لكه څنګه چې شيعه اهل بيت عليهم السلام سره مينه لری همدا رنګ د مصر سنيان هم اهل بيتو عليهم السلامو سره مينه لری.
395613

captcha