د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس " الان" یې نقلوی په بيروت كې د جمعې لمانځه خطيب او په لبنان كې د شيعه ؤ ستر مجتهد ښاغلی علامه محمد حسين فضل الله په جمعې حطبو كې وويل چې د امريكې د بهرنيو چارو اوسنۍ وزيرې " ہيلری كلنټن" او پخوانی وزيرې " كونډو ليزارائس" سياست كې څه توپير او فرق نه ښكاری. او امريكا اوس هم، پخپل مخكښنې سياست په لاره روان ده.
په بيروت كې د جمعې لمانځه خطيب زياته كړه چې امريكا د لبنان په انتخاباتو او ټولټاكنی كې لاس وهی او په دې انتخاباتو كې خپل ناروغه مقصدونه حاصلولو لپاره په لاكونو ډالر خرچ كوی. خو د لبنان جمهوريت د بل هيواد لاسونه نه قبلوی بلكې خپل عزت او درناوې غواړې.
په لبنان كې د شيعه ؤ ستر مجتهد ښاغلی علامه محمد حسين فضل الله له ټولو لبنانی ښاريارنو غوښتنه وكړه چې بايد د خپل وحدت او يووالی حفاظت وكړئ او له اختلاف خبرو ځانونه وساتئ.
397956