IQNA

مستكبران په دې پسې دی چې د مسلمانانو په مقدساتو برلاسې حاصل كړی

8:41 - May 04, 2009
د خبر لمبر: 1773522
نړيواله ډله: د نړۍ مستكبران او زورور كسان مسلمانانو ته خپل حق وركول او د هغوی پرمختګ نه غواړی او په بيلا بيلو ډګرونو كښې د مسلمانانو په مقدساتو باندې د برلاسۍ په هڅه كښې دی.
د ايران د قرانی خبر اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «almodarresi.com» خبری اژانس یې نقلوی، د شيعو ستر دينی مرجع آيت‌الله «محمد تقی مدرسی» د غويی د مياشتې په 13 نیټه د دينی علمونو د محصلانو تر مينځ په عراق كښې وويل: د نړۍ زورورو تل په تاريخ كښې دا هڅه كړې ده چې د خلكو له سياسی نظام بده ګټه واخلی او بې عدله حكومت په خلكو ورومنی.

هغه زياته كړه: فاسد قانونونه او د هيوادونو د وروسته پاتې كيدو سبب كیږی په تاريخ كښې ډېر ځل داسې شوی دی چې يو ملت د خپل پرمختګ لپاره پخه ژمنه كړی خو فاسد حكومتونه یې د دې لارې خنډ جوړ شوی دی.

آيت‌الله سيد محمد تقى مدرسى په 1945 ميلاد كال كښې د عراق په كربلا ښار كښې وزیږيد او علم او فضيلت یې ترلاسه كړ او د «تفسير هدايت» په نامه یې په 18 ټوكونو كښې د قران په نوی طريقه تفسير وليكه. دې وخت هغه د شيعو لوی عالم او مرجع دی چې په نجف اشرف كښې اوسیږی.
398769
captcha