د ايران د قرانی خبر اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د اسلامی كانفرنس د غونډې له اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د اسلامی كانفرنس ستر سكتر «اكملالدين احسان اوغلو» پرون د شنبې په ورځ د غويی د مياشتې په 12 نیټه په يو پيغام كښې چې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځ په هكله یې اوباسلې وه وويل: د مطبوعاتو نړيواله ورځ په هر كال د غويی د مياشتې په 13 نیټه راځی د مسلمانانو لپاره يوه ښه موقع ده چې په بيلا بيلو ژبو او كلتورونو سره او د تمدنونو د مينځ په خبرو سره اسلام خلكو ته وښايی او د صلحې او امن لپاره هڅه وكړی.
هغه زياته كړه: مطبوعات د انسانی حقونو يوه ډېره مهمه برخه ده او د اسلامی كانفرنس د غونډې اصول همدا دی چې په دې ورځو كښې يو بل ښه وپيژندی شی او بده ګټه ترې وانه خستې شی.
398618