IQNA

سنتی او رواجی نظام د اسلامی مالی خدمتونو د مخپرتګ لوی خنډ دی

8:46 - May 04, 2009
د خبر لمبر: 1773532
نړيواله ډله: ډېره له هغه هيوادونو څخه چې اسلامی مالی خدمتونه وړاندی كوی هغوی د مؤسسو د سنتی او رواجی قانونونو پر اساس عمل كوی چې د اسلامی مالی خدمتونو د مخپرتګ په وړاندې دا يو ډېر لوی خنډ دی.
د ايران د قرانی خبر اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د امارات له رسمی خبری اژانس (WAM) یې نقلوی، د اسلامی پراختيا د بانك مشر «احمد محمد علی» د غويی د مياشتې په 12 نیټه د اسلامی صنعت د حقوقدانانو په نړيواله غونډه كښې د عربستان په جده ښار كښې وويل: دې وخت كښې د اسلامی بانكدارۍ لپاره د اسلامی مالی صنعت د قانونونو ضعيف جوړښت له ټولو لوی خنډ دی خو تر اوسه پورې د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو كښې اسلامی مؤسسې يو صحيح نظر او توافق ته نه دی رسيدلی.

هغه په اسلامی مالی صنعت كښې د حقوقی متخصصينو د كمی په هكله وويل: د نړۍ مالی كړكيچ ټول بانكونه او مؤسسې ځپلی دی خو د اسلامی مالی صنعت یې ډېر كم اثر شوی دی چې سبب یې دا دی چې اسلامی سرماګزاری په ګټه تاوان كښې شريك دی.
398622
captcha