IQNA

د «آشنايی با علوم اسلامی» كتاب ترجمه اردو ژبې كې خپریږی

8:47 - May 05, 2009
د خبر لمبر: 1774072
د كلتور او هنر ډله: د شهيد مرتضی مطهری ليكلې كتابونو مجموعه «آشنايی با علوم اسلامی» په اردو ژبه كې ترجمه خپریږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په شپږو ټوكونو مشتمل دا كتاب اردو ژبی ته ترجمه څو كاله مخكښې يو هندوستانی دينی طالب علم په حوزه علميه قم كې د«اسلامی علوم كا تعارف» عنوان تر لاندی پاې ته رسولې وه د شهيد مرتضی مطهری د شهادت د كليزې په مناسبت خپریږی.
د «اسلامی علوم كا تعارف» نومې كتاب د پاكستانی ځوانانو د اسلامی علمونو بيا په تيره عرفان، فقه او كلام سره له زياتې اشنايی لپاره خپریږې.
دا كتاب په اسلام اباد كې د ايران كلتوری مركز خانه فرهنګ او يو كورنی موسسې په مالی ملاتړ سره چاپیږی.
او بايد په دوو اوونيو كې دا كتاب ماركیټ ته راوړی.
399368

captcha