د ايران د قرانی خبر اژانس(ايكنا) په ګزارش د اماراتی ورځپاڼې البيان په ګزارش، د مسجدالحرام او مسجدالنبی(ص) د چارو مشر «صالح بن عبدالرحمن الحصين» په خپل كتاب «التسامح و العدوانية بين الإسلام و الغرب» چې اوس اوس د رياض په ښار كښې د الوقف د مؤسسې په مرسته چاپ شوی دی په اسلام كښې تسامح او سترګې پټولو موضوع څیړلی دی.
هغه ليكی: كه څه هم د لويدیځو هيوادونو د ساست مدارو دا هڅه ده چې د اسلام څيره بدرنګه كړی خو په اسلامی نړۍ كښې تل دوه مهم څيزونه موجود وو چې د تاريخ په اوږدو كښې ليدلی شوی دی يو دا چې اسلامی نسل پرستۍ سره سخته مقابله كړې ده او دويمه دا چې هر چا ته یې د خپل بيان ازادی وركړې ده.
399443