د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حسن قشقاوی پرون سهار لس بجې له كورنيو او بهرنيو خبريالانو سره په اونيزه خبری غونډه كې وويل چې خور اصلی ګواښ د صهيونېست رژيم حكومتی ترهګری ده چې تر ټولو لوی ملاتړی یې هم د امريكا حكومت دی.
نوموړی د منافقينو د ترهګرې ډلګۍ له خوا د ۱۶ زره ايرانيانو شهادت ته په اشارې سره وويل چې اسلامی ايران د لوېديزو هيوادونو په ملاتړ د ترهګرۍ قربانی دی
داسلامی ايران د بهرنيو چارو د وزارت ويندوی حسن قشقاوی امريكايی چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې په غيرسياسی او واقعی فضا كې د ترهګرۍ له سپېرې ښكارندې سره مبارزه د خپلو چارو سرليك وګرځوی.
نوموړی د پټرولو په برخه كې پر اسلامی ايران د بنديزونو د لګولو لپاره د امريكايی چارواكو د خبرو په برخه كې وويل چې د لالچ وركولو او ګواښلو سياست په تاريخ پورې تړلی او خپل اغېز یې له لاسه وركړی او د غه سياست به هم په تېرو دريو لسيزو كې د نورو بنديزونو په څېر بې اغېزې وی.
داسلامی ايران د بهرنيو چارو د وزارت ويندوی حسن قشقاوی په افغانستان كې د ناامنۍ د دوام او په سيمه كې د طالبانو د نفوذ يادونه وكړه او هغه یې د نيواكګرۍ پايلې وبللې نوموړی زياته كړه چې سيمه ييزې ګټورې لارې چارې او سلامشورې په سيمه كې د سولې او ټيكاو د ټينګېدا سبب شی.
399403