IQNA

د ايران په قم المقدس ښار كې قرانی محفل تر سره شو

9:07 - May 06, 2009
د خبر لمبر: 1774583
د قرانی كارونو ډله: د استاذ د ورځې په مناسبت د ايران په قم المقدس ښار كې قرانی محفل تر سره شو چې پكښې د ايران نوموړې قاری ښاغلی رحيم خاكې د بقرې سورت څو ايتونو تلاوت كړل.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دې نورانی محفل كې د قم نوموړی قاريانو او حافظانو هم ګډون وكړ.
په دې محفل د قران پاك حافظ ښاغلی مولانا حجت الاسلام والمسلمين ابوالقاسم په "اسلام كې د علم اهميت" په موضوع وينا وكړه. هغې په خپلې وينا كې وويل كه څوك د خداې تعالې د رضا لپاره نورو ته تعليم وركوی نو هغه د اسمان د پرښتو په مينځ كې ډيرمشهوریږی.
هغه زياته كړه: له دې علمه مراد هغه علم ده چې انسان لپاره هم په دې دنيا او هم په اخرت كې ګټه ور وی.
397934
captcha