د ايران د قرانی خبر اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د الجزيره ورځپاڼې یې نقلوی، دا مقابلې د عربستان او اسلامی چارو او اوقافو وزارت د نظر لاندې د دې سيمې د مشر «سلمان بن عبدالعزيز آل سعود» په ګډون سره په رياض ښار كښې ترسره كیږی.
سلمان بن عبدالعزيز آلسعود، د دې مقابلو د ترسره كيدو غرض د قران د لوړ مقام خدمت، د ځوانانو د قران په لور بلل او په ځوانانو كښې د قران د حفظ او تلاوت او د هغې په معنو د پوهيدو او عمل كولو شوق اچول ياد كړ.
400124