IQNA

ملګرو ملتونو د غزې په غير فوځی كسانو باندې د اسرائيلو حمله وغندله

9:00 - May 08, 2009
د خبر لمبر: 1775321
نړيواله ډله: د ملګرو ملتونو تحقيقاتی غونډې د سه شنبې په ورځ د غويی د مياشتې په 15 نیټه، په يوه ګزارش كښې اسرائيل د غزې په هغه غير فوځی كسانو باندې د اسرائيلو حمله وغندله چې د ملګرو ملتونو د بيرغ لاندې یې پناه اخستې وه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Islam Online» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په دې ګزارش كښې راغلی دی چې اسرائيل د ملګرو ملتونو د پناه په ځای باندې د توغندو بريدونه كړی دی او پكښې یې درې فلسطينی ځوانان شهيدان كړی دی او همدارنګ د ملګرو ملتونو د نظر لاندې يوه مدرسه باندې چې «جبليه» یې نامه وه حمله كړې او پكښې یې 40 فلسطينيان شهيدان كړی دی او همدارنګ د ملګرو ملتونو په دفتر باندې یې هم وړاندې حمله كړی وه چې ملګرو ملتونو دا ټول بريدونه غندلی دی.

دا 184 ګزارش د څلورو كسانو يو ټولی د نړيوال عفوې سازمان تير مشر د نظر لاندې تيار شوی دی او پرون پټ په پټه شورای امنيت ته وركړی شوی دی.
400743
captcha