IQNA

په تركيه كښې «په قرآن كښې بدلون نشته» سمينار ترسره كیږی

9:02 - May 08, 2009
د خبر لمبر: 1775324
نړيواله ډله: «په قرآن كښې بدلون نشته» سمينار د اكیډميك څیړنې غونډې او اميد نور مجلې په مرسره د غوی د مياشتې په 19 او 20 نیټه په فرات كلتوری مركز كښې په استنبول كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د تركیې له Haber7 اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا سمينار د تركیې د دينی چارو د وزير «علی بارداك اوغلو»(Ali Bardakoğlu)، پوهانو، عالمانو او د پوهنتون د استاذانو په ګډون سره د «ا ِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ» په هكله د خبرو اترو لپاره ترسره كیږی.

دا سمينار به د قران د اياتونو په تلاوت سره شورو كیږی په بيا به پكښې د مارمارا، آنكارا، دوكوز ايلول استانبول د پوهنتونونو استاذان د قران د معجزاتو او د هغې د نه بدلون په هكله خبرې كوی.

همدارنګ به پكښې د قران د راجمع كيدو تاريخ هم څیړل كیږی.
400781
captcha