IQNA

په قدس كښې د اسرائيلو سياست نسل پرستی ده

9:15 - May 09, 2009
د خبر لمبر: 1775581
نړيواله ډله: د مصر ځينې سياستمدارانو د غويی د مياشتې په 18 نیټه په يوې بيانیې كښې وويل: په قدس كښې د اسرائيلو دا كارونه چې يهوديان ابادوی او اسلامی اثار له منځه وړی دا نسل پرستی او قوم پرستی ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د «العرب آنلاين» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، عربی او اسلامی هيوادونه او د نړۍ ټول ازاد فكر كسان بايد د دې كارونو مخنيوه وكړی او د اسرائيلو د ظالمانه كارونه دې ختم كړی.

په دې بيانیې كښې ټينګار شوی دی: په دې اخرنيو ورځو كښې د صهيونيسټو وحشتناك كارونه لا زيات شوی دی او د فلسطين وګړو سره یې كينه او زياتې لا زيات شوی دی او غواړی چې هلته خپل يهوديان اباد كړی. د هغوی دا كارونه د ټول عالم اسلام لپاره خطره ده چې بايد مخنيوه یې وشی.
401622
captcha