د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له شام سركاری خبری اژانسه سانا یې نقلوی چې" نجاح العطار" په كينیډا كې د پوهنتون د محصلانو سره په كتنې كې وويل د مختلفو قومونو او مذهبونو تر مينځ د خبرو اترو كول د دې وخت يو لوې ضرورت دی
هغه وويل چې په خپله كې خبرو اترو سره د يو بل مذهبونه او دينونه پيژندلې كیږی.
هغه په روان وخت كې د مسلمانانو او د اسلام سپكاوی ته په اشارې سره وويل چې دا سپكاوی د اسلام په هكله د غلط تصور نتيجه دی حال دا چې اسلام د سولې، ښیګړې، او د عدل و انصاف دين دی. او مسلمان د اسلامی تعليماتو په رڼا كې د نورو دينونو د پيروانو سره د ښو اړيكو نيت لری او د نورو دينونو او قومونو د عقيدو او كلتور درنښت كوی.
400369