IQNA

علی لاريجانی: امريكا دې د ايران ځواب ته انتظار وكړی

9:10 - May 11, 2009
د خبر لمبر: 1776583
سياسی ِډله: د اسلامی شورا مشر وايی چې د ايران پر پټرولو د بنديز لپاره د څو امريكايی سناتورانو وروستۍ لايحه د دې دوه ګونی او احمقانه چلند دوام دی او بايد هغوی هم د تهران ځواب ته انتظار وكړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی شورا یې نقلوی، د اسلامی شورا مشر ښاغلی ډاكټر علی لاريجانی د بوسنيا هرزګوينا د پارلمان له مشر برزبل كيچ سره له ليدنې وروسته په ګډه خبری غونډه كې د دغې لايحې په اړه د پوښتنې په ځواب كې وويل چې د امريكايانو دغه دریځ نوی نه دی او د امريكايانو د ډيپلوماسۍ يوه ستونزه دا ده چې تل دوه ګونی چلند لری.
د اسلامی شورا مشر لاريجانی وويل چې دغسې كړچار د بې باورۍ سبب كیږی او دا په داسې حال كې ده چې له يوې خوا امريكايی چارواكی د بدلون شعار وركوی او وايی چې غواړو له ايران سره خبرې وكړو خو له بلې خوا د ايران د تحريمولو هڅه كوی.
د اسلامی شور مشر ډاكټر علی لاريجانی زياته كړه چې د امريكايی چارواكو چلند، پلان شوی او هغوی كه چېرې په ریښتيا د بدلونو غوښتونكی وی نو دغه یې لار نه ده ځكه د هغوی دغه غورې او مانورې چې كوی یې حالات نه شی بدلولای.
402016
captcha