د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، «سالار» قوم په چين كښې د مسلمانانو يو وړكې قوم دی چې په «شونخوا» كلی كښې (چې د چين په سويل لويدځ كښې سيمه كښې خودمختار حكومت لری) ژوند كوی او تقريبا يو لاك كسان دی.
د مسلمانانو د سالار قوم په «غايزی» تاريخی جومات كښې د قران يوه نسخه ده چې څه د پاسه اته سوه كاله زړه ده او ويل كیږی چې دا له هغو اتۀ نسخو يوه نسخه ده چې د دريم خليفه «عثمان بن عفان» په دور كښې ليكلې شوې ده او دا خبره د قران له اعراب ګزارۍ وړاندې وه.
د دې جمات امام «شمسالدين» د سالار قوم په هكله وويل: دا قوم په چين كښې داسې ژبه نه لری چې ليكل كیږی خو خدای مونږ ته د دې نسخو په سبب د مسلمانانو په لسو قومونو كښې داسې لوړاوی راكړی دی لكه څنګه چې یې قريشو ته د په نورو عربو وركړی دی، د قران دا نسخه زمونږ لپاره له ځانه زياته خوږه ده او په ټول وجود سره له دې حفاظت كوو.
د دې كلی خلكو د دې نسخې د راستنولو لپاره ديرش كاله هڅه وكړه او كله چې راستنه شوه نو د دې ترميم لپاره یې بيا دوباره ښار ته پری نه ښوده او زور یې دا و چې په همدې كلی كښې دې ترميم شی.
402400