IQNA

د ټوكيو جمات، د دينونو تر مينځ د خبرو اترو ځای

9:06 - May 11, 2009
د خبر لمبر: 1776672
نړيواله ډله: د ټوكيو جمات چې په جاپان كښې د تركيانو په لاس كښې د دې هيواد په پلازمينه كښې جوړ شوی دی پكښې هره ورځ د جاپان د بيلا بيلو دينونو كسان راټولیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا په ګزارش چې له د تركیې له DunyaBulteni یې نقلوی، د ټوكيو دا جومات په 1935 كال كښې د هغه تركيانو په لاس جوړ شو چې په جاپان كښې اوسیږی له همدې سببه جاپانيان هغې ته د تركيانو جمات وايی.
دا جمات ډېر ښه بلډنګ لری چې ډېر خلك یې ځان ته راكاږلی دی او همدار سبب دی چې هلته د بيلا بيلو دينونو كسانو راټولیږی او په خپلو كښې خبرې كوی.

دا جمات په ٢٠٠٠كال كښې بيا روغ شوی دی.
402635
captcha