د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا په ګزارش چې د لبنان له «المستقبل» ورځپاڼې یې نقلوی، مسلمان او عيسايان پوهانو او څیړاندو په دې سمينار كښې په دې موضاعاتو خبرې وكړی: "په عيسايی هيوادونو كښې اقليتی مسلمانان" او "په مسلمانو هيوادونو كښې اقليتی عيسايان".
په دې سمينار كښې د اسلامی شريعت هغه حكمونه چې عيسايانو سره د اړيكې ساتلو او كړو وړو په هكله دی او همدارنګ نوی نړيوال او د انسانی حقونو قانونونه چې په ١٩٤٨ كال كښې جوړ شوی دی او همدارنګ هغه اقليتی قانونونه چې په ١٩٩٣ كال كښې جوړ شوی دی وڅیړل شو او پوهانو پكښې په دې خبره ټينګار وكړ چې اسلام عيسايانو سره او اهل كتابو سره د ښې معاملې حكم كوی او يهودی او عيسايی دينونه هم اسمانی دينونه ګڼی.
403366