د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دا دستورې له ورځې دولسو بجو د ايران د نړيوال قاری ښاغلی «يوسف افراش» په تلاوت سره په تهران پوهنتون كې تر سره كیږی.
د دې دستورو په دوام كې د مولانا حجتالاسلام كريمی د شرعی مسايلو د بيانولو نه وروسته د بی بی فاطمه زهراء سلام الله عليها د شهادت په مناسبت ښاغلی «محمود تاری» د هغې لوې بی بی مصيبتونو ذكر كوی.
همدا رنګ د ايران د مجلس د اقتصادی كميشن مشر ښاغلی حجتالاسلام والمسلمين مصباحیمقدم د جمعې خطبو نه مخكښې ويناوال په توګه د استعمال د لارو د سمولو په هكله خپله وينا وړاندې كوی .
او بيا به ورپسې د ايران د نړيوال قاری ښاغلی «يوسف افراش» د بانګ كولو نه ورسته ښاغلی د خبرګانو د مجلس او د نظام د مصلحت د پيژندنې غونډې غړی ښاغلی ايت الله امام كاشانی په امامت د جمعې لمونځ تر سره كیږی.
404644