IQNA

د پاكستان په مری ښار كې په قرانی كلاسونو كې د ځوانانو ګډون

9:47 - May 20, 2009
د خبر لمبر: 1780757
نړيواله ډله: د پاكستان د مری ښار د مدينه العلم مدرسې د قران سنټر د شيعه ځوانانو او ماشومانو لپاره د قران پاك كلاسونه تر سره كړی دی چې پكښې ډير ځوانانو او ماشومانو ګډون كړې دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د قران پاك قرائت او حفظ دغه كلاسونه د مری ښار په مدينه العلم په دارالقران كې هر ورځ ماسپښين 3 بجې تر سره كیږی چې پكښې نږدې 150 ځوانان او ماشومان ګډون كوی.
دې ماشومانو او ځوانانو ته ښاغلی حجت الاسلام " سيد حسين مدنی" د قران پاك تعليم وركوی هغه د ماشومانو او بيا په تيره ځوانانو ته د قران پاك د ښوونی ځانګړی مهارت لری.
په دې دار القران كې د قران تعليم نه علاوه د احكامو اخلاقو او د قرانی كيسو تعليم هم وركولې شی.
يادونه كوو چې مری ښار د پاكستان يو د سيل ځای دی او موسم یې ډير سوړ دی او د پاكستان د پلازمينې اسلام اباده 50 كيلومیټره لری دی او د ښې اب و هوا د سيل كونو د پام مركز دی
406423
captcha