د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز براثا یې نقلوی. چې د عراق اسلامی چارو كونسل په خپلې بيانیې كې د ستر مجتهد آيت اللہ محمد تقی بہجت (رح) په وفات باندې دولسم امام مهدی عليه السلام، د ايران ستر لارښود، دينې ستر مجتهدانو او ټول اسلامی امت ته تعزيت وړاندې كړې دی.
په دې بيانیې كې راغلی دی چې د شيعه ؤ دې ستر او لوړ او عارف عالم خپل له بركته ډك عمر د اسلامی علمونو او اصولو په خپرونې او د اهل بيتو د مكتب په خدمت كې تير كړ او خپل ګران بيه كتابونه یې دينی مدرسو ته ډالۍ كړل.
د عراق اسلامی چارو كونسل په خپلې بيانیې په پاې كې د دې عارف كس لپاره له الله تعالی د درجاتو د لوړاوی او د هغو د كورنۍ لپاره یې د صبر كولو دعا كړې ده.
407588