IQNA

لاريجانی: د فلسطين په څېر مسئلو كې، بايد د امريكې د بدلون شعار وليدل شی

9:11 - May 22, 2009
د خبر لمبر: 1781407
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر امريكايی چارواكو ته په خطاب كې وويل چې د فلسطين په څېر مسلو كې بايد د دغه هيواد د بدلون شعار وليدل شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی شورا له اطلاع رسولو مركز یې نقلوی، د اسلامی شورا يا پارلمان مشر علی لاريجانی نن په تهران كې د وسلوال پوځ د قران كريم د سيايلو په پاييزو مراسمو كې د ايران په اړه د امريكا د ولسمشر وروستۍ خبرې د واشنګټن د پخوانی دریځ تكرار وباله او د فلسطين په اړه یې د بدلون پر اړتيا ټينګار وكړ.
د اسلامی شورا سپيكر ښاغلی لاريجانی د امريكا هغه ادعاوې رد كړې چې ګواكې ايران له ترهګرۍ نه ملاتړ كوی او زياته یې كړه؛ چې اسلامی ايران له حزب ا... او حماس غورځنګ نه ملاتړ كوی او په دغه چاره وياړی. د نوموړی په وينا دغه اسلامی غورځنكونه ترهګر نه، بلكه د لوی الله تعالی په لار كې جهاد كوونكی دی.
د ايران د اسلامی شورا سپيكر ښاغلی لاريجانی په افغانستان او پاكستان كې د طالبانو په څېر له سيمه ييزو ترهګرو ډلو د امريكا ملاتړ ته اشاره وكړه او زياته یې كړه چې واشنګټن د دغه دوه ګونی چلند په دليل بندون ته رسېدلی.
دغه ډول د اسلامی شورا سپيكر ښاغلی لاريجانی د صهيونېست رژيم هغه ادعاوې چې د ايران پر ضد د سيمې له ځينې هيوادونو سره ايتلاف جوړوی بې بنسټه او دروغ وبللې.
408449

captcha