د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د پاكستان د څانګې د يو راپور پر اساس، دا 15 ورځنۍ دوره د كوهاټ د بنګش سيمې په " شيركوټ" يا سپينې اوړی كلی كې د حجت الاسلام " سيد قيصر عباس حسينی" د نظر تر لاندې تر سره شوه
په دې دورې كې 60 ښځو ګډون وكړ دې دورې كې د هنګو ښار د جينيو د دينې مدرسې (جامعه القائم) رئيسان طالباتو دې ښځو ته د قران پاك تجويد او قرائت ښوونه او تعليم یې وركړ.
د دې دورې په پاې كې یې د ګډون كوونكينو ښځو زبانی امتحان واخسته او ښه پوزيشن اخستونكيو ته یې انعامونه وركړل
د ايكنا راپور له مخې په دې دورې ګډون كوونكيو ښځو په ټينګار د ګرمۍ په موسم په تعطيلاتو كې هم د يوې دورې د تر سره كولو اعلان وشو.
408019