IQNA

نن د تهران د جمعې لمونځ، د ايت الله هاشمی‌رفسنجانی په امامت تر سره كیږی

9:12 - May 22, 2009
د خبر لمبر: 1781410
سياسی ډله: د تهران د دې اوونۍ د جمعې سياسی او عبادی لمونځ د خبرګانو د مجلس مشر او د نظام د مصلحت د پيژندنې غونډې مشر ښاغلی ايت الله هاشمی‌رفسنجانی په امامت تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دا دستورې له ورځې دولسو بجو د ايران د نړيوال قاری ښاغلی «سعيد طوسی» په تلاوت سره په تهران پوهنتون كې تر سره كیږی.
د دې دستورو په دوام كې د مولانا حجت‌الاسلام كريمی د شرعی مسايلو د بيانولو نه وروسته د بی بی فاطمه زهراء سلام الله عليها د شهادت په مناسبت ښاغلی «محمود تاری» د هغې لوې بی بی فضيلتونه او مصيبتونو ذكر كوی.
همدا رنګ د ايران د مجلس د اقتصادی كميشن مشر ښاغلی حجت‌الاسلام والمسلمين مصباحی‌مقدم د جمعې خطبو نه مخكښې ويناوال په توګه د استعمال د لارو د سمولو په هكله خپله وينا وړاندې كوی .
او بيا به ورپسې د ايران د نړيوال قاری ښاغلی «سعيد طوسی» د بانګ كولو نه ورسته ښاغلی د خبرګانو د مجلس او د نظام د مصلحت د پيژندنې غونډې غړی ښاغلی ايت الله هاشمی‌رفسنجانی په امامت د جمعې لمونځ تر سره كیږی.
408262


captcha