IQNA

په امارات كښې «د قرآن خوشنويسی» نندارتون شورو شو

9:06 - May 23, 2009
د خبر لمبر: 1781661
نړيواله ډله: د دبۍ د كلتوری انجمن مشر«ماجد بن محمد بن راشد آل مكتوم» د غويی د مياشتې په 30 نیټه ماځیګر د قران د نړيوال خوشنويسۍ نندارتون پرانسته.
د ايران د قرانی خبر اژانس ايكنا په ګزارش، چې د امارات له رسمی خبری اژانس (WAM) یې نقلوی، دا نندارتون د «البسلمة» ترعنوان لاندې د دبۍ په مالی نړيوال مركز په «فرجام» هال كښې ترسره كیږی.

په دې نندارتون كښې د اسلامی خطاطانو او خوشنويسانو اويا اثرونه چې د قران ايتونه یې ليكلی دی د يوې اونۍ لپاره د نندارې لپاره كیښودی شوی دی.

همدارنګ د دې نندارتون په خوا كښې د قران د ايتونو د خوشنويسۍ هنر به هم ښودل كیږی او په دې هكله به ويناګانې هم كیږی.
408349

captcha