IQNA

په فلسطين كښې د اسلامی نړيوال څیړنو مقابله ترسره كیږی

9:05 - May 23, 2009
د خبر لمبر: 1781664
نړيواله ډله: "په اسلامی تحقيقاتو كښې علمی څیړنې" كالنۍ نړيوالې مقابلې د فلسطين د اسلامی چارو د اوقافو وزارت په مرسته ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا په ګزارش، چې د فلسطين له وفا خبری اژانس یې نقلوی، «طالب أبوشعر» د فلسطين د اوقافو او اسلامی چارو د وزارت وزير په دې هكله وويل: د اسلامی نړۍ څیړاندی او محققان او د نورو هيوادونو څیړاندی كولی شی چې خپلې علمی څیړنې د «د پيغمبر(ص) اخلاقی كرامتونو او فضايل» تر عنوان لاندې او «اسلام؛ د صلحې و برابرۍ دين» تر عنوان لاندې وليكلی او دې ځای ته دې راواستوی.

ابوشعر وويل: مسلمانان څیړونكی دی خپل ليكل د چنګاښ د مياشتې تر نهمې نیټې پورې په دې بریښنا پتې راولیږی. palwakf.org@gmail.com او همدارنګ خپل ژوند ليك او علمی سندونه دې هم ورسره راولیږی.
408260
captcha