IQNA

په پاكستان كښې د "د نمر يوه رڼا" په نامه يو نندارتون ترسره كیږی

8:56 - May 24, 2009
د خبر لمبر: 1782158
نړيواله ډله: د امام خمينی(ره) د يادونو او كرامتونو يو نندارتون د تر عنوان لاندې په كراچۍ كښې د ايران د كلتوری مركز په مرسته د ايران د انقلاب د بنسټګر، امام خمينی(ره) د شلمې كليزې په مناسبت په اردو او فارسۍ ژبه كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په دې نندارتون كښې د امام خمينی(ره) د شخصيت او د هغه د علم او عمل په هكله فلمونه د هغه ژوند ليك په اردو ژبه كښې او داسې نور تړلی مطلبونه پكښې ترسره كیږی.

همدارنګ د مقالې ليكلو لپاره د ايران د كلتور مركز له خوا د دوه موضوعاتو "د امام خمينی(ره) د تاريخی شخصيت څیړنه" او "د امام له نظره تعليم او تربيت" اعلان شوی دی.
409491
captcha