IQNA

حزب الله صهيونيسټو سره د امريكې مالی مرسته وغندله

8:56 - May 24, 2009
د خبر لمبر: 1782160
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان د اسلامی مقاومت (حزب الله) د غبرګولی د مياشتې په لومړۍ نیټه په يوې بيانیې كښې د امريكې د ولس مشر «باراك اوباما» دا اداره چې صهونيسټ غاصب رژيم سره به مرسته كوی وغندله.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان څانګې په ګزارش، حزب الله په يوې بيانیې كښې اعلان وكړ: امريكا په داسې حال كښې غاصب رژيم سره درې مليارده ډالره مرسته كوی چې هغه لګيا دی د فلسطين مظلومانو خلكو سره ډېر لوی زياتی كوی او په قدس شريف كښې د يهوديانو ابادی جوړول غواړی.

په دې بيانیې كښې راغلی دی: د امريكې د ولس مشر دا خبرې د هغه د هغه غږونو دروغوالی څرګندوی چې ويل یې زۀ به د امريكې په سياست كښې بدلون راولم. او د امريكې د ولس مشر له خوا غاصب رژيم ته دا يوه ډالۍ ګڼل كیږی.
په دې بيانیې كښې همدارنګ راغلی دی چې د هغه دا كار د دې څرګندونه كوی چې هغه هم د رژيم مرستيال دی او په دې ظلم كښې ورسره پوره پوره شريك دی.
409470

captcha